سیمه ییز خبرونه
د هېواد په شمال كې د استاد رباني د جنازې غيابي لمونځونه ادا شوي
د افغانستان له شمال څخه رپوټونه وايي، چې:
د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني د جنازې غيابي لمونځ پرون (د تلې په لومړۍ نېټه) د ښارونو او ولسواليو په جامع جوماتونو كې د خلكو په پراخ گډون ادا شو .
د بلخ مرستيال والي محمد ظاهر وحدت ويلي، چې:
كه دولت د ورانكارو كورنيو او بهرنيو استخباراتي ډلو مخه ونه نيسي؛ د برهان الدين رباني ترور به وروستۍ پېښه نه وي ا و دا ډول وژنې به دوام وكړي .
د فارياب ، جوزجان ، سرپل او سمنگانو واليانو عبدالحق شفق ، محمد عالم ساعي ، سيد انور رحمتي او خيرالله انوش د استاد رباني ناڅاپي مړينه د هېواد د سياست او سولې بهير په برخه كې يوه لويه ضايعه بللې ده .
د افغانستان پخوانى ولسمشر د جمعيت گوند رهبر او د سولې عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د تېرې سه شنبې په ورځ د وږي په ۲۹ په يوه ځانمرگي بريد كې ژوند له لاسه وركړ. دغه بريد د استاد په كور كې تر سره شوى دى