سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې د جگړو پر لامل يو شمېر خلك كور پريښودو ته اړ شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد په شمال كې د دولت د وسله والو مخالفينو او افغان امنيتي ځواكونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله كابو ۱۳ سوه كورنۍ د خپلو كورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

په شمال كې د كډوالو په چارو كې د ملگرو ملتونو د دفتر وياند فهيم همدرد وايي:

د هغو كسانو په منځ كې، چې د خپلو سيمو پريښودو ته اړ شوي، ۲۴۴ كورنۍ يې د بدخشان ولايت له وردوج او جرم ولسواليو تړاو لري.

په ژمي كې د بدخشان ولايت سړه هوا او د واورې سخت اورښت به د دې بې ځايه شويو كورنيو په وړاندې يوه ستره ننگونه وي.

ښاغلى همدرد زياتوي، په پام كې ده، چې په نږدې راتلونكي كې له دغو كورنيو سره خپلې ژمنۍ مرستې پيل كړي.

د بدخشان ولايت د وردوج او جرم او د فارياب ولايت د قيصار او المار ولسوالۍ په دې وروستيو كې د سختو ناامنيو شاهدې دي او ډېر شمېر اوسيدونكي يې د مرگ و ژوبلې له وېرې له خپلو سيمو تېښتې ته اړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version