سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې د پوليسو پرغير ضروري رنجر موټرو محدوديتونه لگول كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوليسو د ۳۰۳ پامير زون وياند لعل احمد احمدزى وايي:

په ښارونو كې د پوليسو د موټرو د تگ راتگ د كموالو او له لگښتونو څخه د مخنيوي لپاره مو پرغير ضروري رنجر موټرو د بنديز پرېكړه كړې ده.

دغه راز ټاكل شوې، چې په دې پروگرام كې له هغو كسانو څخه رنجرموټر واخيستل شي، چې غير ضروري بلل كيږي.

په همدې حال كې ۳۰۳ پامير زون د شمال زون د نهو ولايتونو له اوسيدونكيو وغوښتل، چې:

كه په واټونو كې مو د پوليسو د رنجرموټرو سرغړونه وليده سريال نمبر يې وليكئ او د پوليسو نږدې پوستې ته خبر وركوئ.

دا، چې پوليس به د خپلو همكارانو د سرغړونو په اړه  څرنگه اقدام كوي، خلك ډېر ډاډمن نه دي.

د پوليسو پررنجر موټرو په داسې حال كې د تازه محدوديتونو د لگولو پرېكړه شوې، چې له پوځي او پوليسي موټرو په نادولتي ترانسپورتې خدماتو كې استفاده كيږي.

Trending

Exit mobile version