پرمختګ او بشپړتیا
د هېواد په شمال كې د ښارواليو ملاتړ پروگرام ښارواليو ته وسپارل شو
په مزارشريف كې د ښارواليو د ملاتړ دفتر چارواكى خالد پويان وايي:
د امريكا متحده ايالاتو پرمختيايي اداره، چې يوې برخې يې په شمال كې له ښارواليو د ملاتړ تر سرليك لاندې كار كاوه له درې كلن كار وروسته خپل پروگرام پاى ته ورساوه.
په شمال كې د ښارواليو ملاتړ پروگرامونو د روزنې مسووله گيتا فرهمند وايي:
دغه بنسټ په نهه شمالي ولايتونو كې د بودجې جوړولو، پرمختيايي پلانونو او وړتيا لوړولو په برخه كې كار كاوه.
نوموړې د دې پروگرام يوه لاسته راوړنه د شمال په ښارواليو كې د ښځو اداري حضور گڼي.
د مزارشريف د ښاروالۍ مرستيال جان محمد له ښارواليو د ملاتړ پروگرام اغېزمن گڼي او وايي، چې د مزارشريف د ښاروالۍ عوايد ورسره لوړ شوي دي.
د ښارواليو ملاتړ پروگرام مسوول ټينگار كوي، چې د ظرفيت جوړولو په برخه كې د دوى فعاليتونه د دې لامل شوي، چې خلكو ته د ښاروالۍ په خدمتونو كې ښه والى راشي.