سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې سيلابونو ۵۴ كسانو ته د سر زيان اړولى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواكي وايي، سيلابونو په جوزجان ولايت کې ۴۶ کسان او په بادغيس كې ۸ تنه مړه كړي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني وايي، چې دغه سيلابونه په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکو ولسواليو کې د اورښتونو له كبله راوتلي دي.

ښاغلى جوزجانى زياتوي:

د ۲۸ کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي، چې ښځې، نارينه او ماشومان په کې دي.

يو شمېر سيلاب ځپلي وايي، سيلابونه تندتيا ډېره وه او په توره شپه ونه توانيدو، چې خپل مالونه له ځان سره وليږدوو.

دوى له مرستندويه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه لري.

په فارياب كې هم د وروستيو سيلابونو له كبله خلك زيانمن شوي.

د فارياب والي محمد الله بتاش وايي، چې سيلابونو ۳۰ تنه مړه كړي دي.

د بادغيس چارواکو په ډاگه كړې، چې سيلاب د کورونو ترڅنگ کابو ۲۰۰ هټۍ ويجاړې کړې دي.

د بادغيس د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې مشر مصعب حامدي وايي:

سيلاب په مرکز قلعه نو کې د ښځو او ماشومانو په گډون اته کسه وژلي او ډېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ده وويل دا لومړني معلومات دي او ښايي د سيلاب له كله د وژل شويو کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

په هرات ولايت کې هم چارواکي وايي، چې تېره شپه د ښار په يوه شمالي برخه کې سيلابونو مالي زيانونه اړولي؛ خو دوی وايي د ځاني زيان په اړه تر اوسه راپور نشته.

Trending

Exit mobile version