سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې چورلكو او كښتيو ته اړتيا څرگنده شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد په شمال كې پېنځم سرحدي زون په ډاگه كړې، چې:

موږ په اوبو، سختو او غريزو سيمو كې د گزمې لپاره چورلكو او كښتيو ته اړتيا لرو.

دغه څرگندونه جنرال عبدالحبيب سيدخېل مزارشريف ته د امريكا د يو لوړپوړي جنرال د رسيدو پرمهال كړې، چې د شمال د سرحدي ځواكونو د ځواكمنتيا څېړنه يې موخه ده.

د امريكا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت لوړپوړى جنرال استين ماير وايي:

تر۲۰۱۴ز. تر پايه مو افغان ځواكونو ته د امنيتي ليږد د څارنې او څېړنې ټول اړخونه په پام كې نيولي دي.

د امريكا د دفاع وزارت دغه لوړ پوړي جنرال وويل:

موږ په دې هيله د شمال سرحدي زون ته راغلي يو، چې د افغان سرحدي ځواك پياوړتيا او ځواكمني معلومه كړو؛ لكه، چې ليدل كيږي د شمال سرحدي ځواك له ځانگړې ځواكمنتيا برخمن شوى او ډاډمن يو، چې له ۲۰۱۴ز. كال وروسته به هم له ستونزو سره مخ نه شي.

په همدې حال كې د شمال پېنځم سرحدي ځواك كوماندان جنرال سيدخېل څرگنده كړه، چې:

موږ په اوبو، سختو اوغريزو سيمو كې د گزمې لپاره چورلكو او كښتيو ته اړتيا لرو.

د هېواد د شمال سرحدي پوليس له څو وروستيو مياشتو راپديخوا د بدخشان په هغو سختو اوغريزو سيمو كې له امنيتي گواښونو سره مخ دي، چې وسله وال مخاليفين يې پرضد د كمين په توگه كاروي.

جنرال سيد خېل وايي:

سره له دې، چې د شمال سرحدي ځواك د څارنې او امنيت ساتنې ځواكمنتيا لري؛ خو د غوره او ډاډمنو هڅو د تر سره كولو لپاره ډېرو نورو تجهيزاتو ته هم اړ يو.

جنرال زياتوي:

د شمال سرحدي پوليس د گاونډ هېوادونو له سرحدي ځواكونو سره د ناقانونه تگ راتگ د مخنيوي او د مخدره توكو د مبارزې په اړه ښې اړيكې پالي.

افغانستان د مركزي اسيا له هېوادونو سره اوږده پوله لري، چې د مخدره توكو ډېره برخه له همدې لارې روسيې ته او بيا له دغه هېواده نورو نړيوالو بازارونو ته رسيږي.

Trending

Exit mobile version