سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې ډېري كسان بې گنا زنداني شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د يو نادولتي بنسټ نوى گزارش ښيي، چې د افغانستان د شمال په ډېرو زندانونو كې بې گنا خلك بنديان شوي دي.

د افغانستان په زندانونو كې د بنديانو له حالته اندېښنې نوې نه دي.

ملگرو ملتونو هم  په  يو گزارش كې د د ندانونو پر حالت انېښنه څرگنده كړې وه.

په دغه گزارش كې د ځورونو ۱۴ بڼو لكه وهل، گواښل، وژل او له جنسي تېريو پادونه شوې ده.

دغه راز په دې گزارش كې په زور له بنديانو معلومات اخيستل او د اعتراف له برښنايي ربړونو هم پرده پورته شوې ده.

د مدني حقوقي عدالت بنسټ د ملگرو ملتونو د گزارش له خپرولو وروسته په افغانستان كې د زندانونو د حالت څېړل پيل كړي دي.

د مدني حقوقي عدالت بنسټ مشر شمس الرحمن وايي:

د دغه بنسټ لومړنى گزارش ښيي، چې د هېواد د شمال په اته ولايتونو او د څرخي پله په زندانونو كې په ډېر شمېر بې گنا بنديان زنداني دي.

دغه مدني حقوقي بنسټ د زندانونو حالت گواښونكى بولي.

په ورته وخت كې د څرخي پله بنديان خپل حالت د اندېښنې وړ گڼي او وايي:

له مدافع وكيل پرته پرې د بند حكم صادر شوى او په زندان كې هم هيڅ راز روغتيايي آسانتياوې شتون نه لري.

د كورنيو چارو وزارت د جندر او بشري حقوقو څانگې چارواكى نعمت الله حقيقي په يو شمېر زندانونو كې ستونزې مني، خو د همكاريو د ژمنې ډاډ هم څرگندوي.

د مدني حقوقي عدالت بنسټ چارواكي وايي، چې د افغانستان له ټولو زندانونو به هم څېړنې تر سره شي.

دا په داسې حال كې ده، چې نورو بنسټونو هم د بنديانوحالت له نږدې ليدلى؛ خو بنديان د دغو گزارشونو په خپريدو ان تر دې دمه د خپل حالت ير بدلولو ډاډمن شوي نه دي.

Trending

Exit mobile version