1393ټاكنې

د هېواد په شمال كې ۸ ټاكنيز مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د درېيمې ليوا قومانداني وايي، د هېواد په شمال كې له ۸۰۰ ټاكنيزو مركزونو څخه ۸ يې له امنيتي گواښونو سره مخ دي

په شمال كې د درېيمې ليوا قوماندان جنرال فاروق احمد وايي، همدا اوس هم د تر گواښ لاندې د اته مركزونو د خپلواكه كولو لپاره عمليات روان دي، چې ډېر ژر به د راى وركوونكيو پر مخ په بشپړه توگه له امنيتي گواښونو وژغورل شي.

نوموړى ټينگار كوي، چې مخالفين د مخامخ جنگ ځواك نه لري؛ خو هڅه كوي، چې خلك په ټاكنو كې له راى اچونې راوگرزوي او ذهنيتونه يې گډوډ كړي.

نوموړي په داسې حال كې د شمال ولايتونو د راى اچونې د اته مركزونو لپاره له عملياتو خبر وركوي، چې يوازې په بلخ كې ۴ ټاكنيز مركزونه تر امنيتي گواښ لاندې دي.

Trending

Exit mobile version