سیمه ییز خبرونه
د هېواد په لوديځ كې مدني ټولنې ناامني د رڼو ټاكنو خنډ بولي
د هېواد د لويديځو سيمو مدنې ټولنې په څلور لويديځو ولايتونو(غور،بارغيس، فراه او هرات) كې ناامني د رڼو ټاكنو خنډ بولي او پر تر سره كولو يې اندېښمن شوي دي.
د غور ولايت د مدني ټولنې مخكښ حسن حكيمي وايي نامسووله ټوپكيان د رڼو ټاكنو په وړاندې ستر خنډ دى.
د نوموړي په وينا، په ليرې پرتو ولسواليو كې ډېرو لږو ښځو د راى وركولو كارتونه تر لاسه كړي او پرته له شكه زورواكان ترې پخپله گټه كار اخلي.
د بادغيس د مدني ټولنو مخكښ قدير كامران وايي، چې د دې ولايت يوازې ۲۵ په سلو كې خاوره له ډاډمن امنيت څخه برخمنه ده.
د نوموړي په وينا، دا اندېښنه هم شته، چې په ولسواليو او حتا ښارونو كې ټاكنې تر سره نشي.
د هېواد په لويديځ كې د مدني ټولنو همغږه كوونكى خليل پارسا د فراه ولايت ناامنۍ اندېښمن كړى او وايي، چې بكوا، گلستان، خاك سفيد، بالابلوك او پشت رود ولسوالۍ له ټولو ناآرامه دي.
ښاغلي پارسا د هرات ولايت له ولسواليو هم اندېښمنه څرگندوي او وايي، كه په دې ولسواليو كې ټاكنې هم ترسره شي رڼې به نه وي.
د لويديځو ولايتونو د مدني ټولنو استازيو د گاونډ هېوادونو له لاسوهنو هم خبرې وكړې او د ناآراميو پړه يې د دغو هېوادونو په غاړه واچوله.
ښاغلي قدير كامران په بادغيس ولايت كې طالبان په ناآراميو كې پړه بولي، چې د پاكستان په ملاتړ يې يو شمېر سيمې ناآرامه كړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په لويديځ كې مدني ټولنې د دغو ولايتونو له ناامنيو اندېښمن دي. دا په داسې حال كې ده، چې امنيتي ځواكونو د ډاډمنو ټاكنو د تر سره كولو لپاره د ډاډمن امنيت ډاډ وركړى دى.