سیمه ییز خبرونه
د هېواد په لويديځو ولايتونو كې د عاشورا مراسم ډاډمن ونمانځل شول
د لوديځو ولايتونو زرگونه اوسيدونكيو د محرم د لسمې په نمانځغونډو كې گډون كړى و.
د هرات د روغتون چارواكي وايي، چې:
د عاشورا د لسمې ورځې په وياړ شاوخوا زر تنو وينه وركړه.
د هېواد په لويديځ فراه، بادغيس، غور، نيمروز او هرات ولايتونو كې د عاشورا نمانځغونډې په بشپړ ډاډ جوړې شوې. زرگونه تنو په هغو مراسمو كې گډون كړى و، چې د كربلا د دښتې د شهيدانو ياد يې تازه كاوه.
د دغو مراسمو ويناوالو د عاشورا پيغام د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د يوالي پيغام وباله.
دوى زياته كړه، چې:
حضرت امام حسين(رض) د كربلا په واقعه كې ټول بشريت ته ښكاره كړه، چې د اسلام پايښت ته بايد قرباني وركړشي.
د دغه ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې:
موږ بشپړ امنيتي تدابير نيولي؛ ځكه وسله والو مخالفينو غوښتل، چې د عاشورا په مراسمو كې ترهگريز بريدونه ترسره كړي.
د غور، فراه، بادغيس او نيمروز ولايتونو اوسيدونكيو هم د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ كې د عاشورا مراسم ترسره كړل.