سیمه ییز خبرونه
د هېواد په لويديځ كې سوالگر ماشومان ډېر شوي
د هېواد په لويديځ كې د بشري حقونو خپلواك كميسون چارواكي د سوالگرو ماشومانو د شمېر له زياتيدو خبر وركوي.
د دغو ماشومانو په څير گڼ شمېر ماشومان هره ورځ يا د يوې گولۍ ډوډۍ او يا هم د څو پيسو لپاره سوال كوي او يا، خو كله كله درانده كارونه هم تر سره كوي.
سوالگر ماشومان د هېواد په كورنيو جگړو كې را منځته شوي، چې په ټولنه كې ستونزې را منځته كوي.
د هېواد په لويديځ كې د بشري حقونو خپلواك كميسيون له ماشومانو څخه د ملاتړ د ادارې مسول عبدالعظيم اكيد وايې:
څېړنې ښيي، چې ورځ تر بلې د بې سر پرسته او سوالگرو ماشومانو شمېر زياتيږي، نوموړې ددې له امله انديښنه هم لري .
په همدې حال كې د ټولنيزو چارو كارپوهان د سوالگرو ماشومانو شتون د ټولنې لپاره يوه ستونزه گڼې او د دوى د شمېر زياتيدل يوه جدي اندېښنه بولي.
دوى وايي، چې دولت بايد دغه ماشومان له ښارونو ټول او دوى ته د ژوند امكانات برابر كړي.