سیمه ییز خبرونه
د هېواد په لويديځ كې پر نامسوولو كسانو د وسلو د وېش ادعا ناسمه ده
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان هغه ادعاوې ردوي، چې گواكې ده يا د مجاهيدينو شورا د هېواد په لويديځ كې پرخلكو وسلې وېشلي دي.
نوموړى پراوسنې نظام نيوكه كوي او زياتوي:
په نظام كې د ننه او بهر يو شمېر كړۍ هڅه كوي، چې د لوديځې حوزې د مجاهيدنو شورا بدنامه كړي.
په همدې حال كې د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د شنبې ورځې په غونډه كې د هېواد په لويديځ كې د مجاهيدنو د شورا له خوا پر نامسوولو كسانو د وسلو د وېشلو له كبله اندېښنه وښوده او غوښتنه يې وكړه، چې په دې اړه دې د اوبو او انرژۍ وزير ولسي جرگې ته معلومات وركړي.
د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان د لوديځې حوزې د مجاهيدنو د شورا له خوا د هر ډول وسلې وېش ردوي او دا يوه دسيسه بولي.
نوموړي څرگنده كړه، چې:
د هېواد په يو شمېر سيمو كې د وسله والو طالبانو پرضد د خلكو پاڅونونه د نظام له ملاتړ څخه برخمن كيږي او له نظام څخه د لوديځې حوزې د مجاهيدنو ملاتړ د نظام له نيوكو سره مخ كيږي.
د محمد اسماعيل خان له خوا پرخلكو د وسلو د وېش ادعاوې هغه وخت را پورته شوې، چې نوموړي يوه مياشت وړاندې د افغانستان د لوديځې حوزې د مجاهيدنو شورا جوړه كړه.