سوداگري

د هېواد په لویدیځ کې صادراتو کچه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې

Published

on

 د هرات ګمرک چارواکو ويلي، چې د اسلام کلا له بندر څخه هره ورځ څه باندې ۵۰ موټر صادراتي توکو ایران او نورو بهرنیو بازارونو روان دي.

 د هرات ګمرک مشر مهاجر فراهي وايي؛ د اسلام کلا  او تورغنډۍ له لارې مو د صادراتو کچه له ۴۰ سلنې هم لوړه شوې دی او د ورځې ۵۰ لارۍ صادرات لرو.

د هېواد د لویديځې حوزې د صادروونکیو اتحاديې مشر محمد عثمان انصاري ویلي؛  د هېواد په لویدیځ کې سوداګر حیواني محصولات، بوټي، غالۍ او وچې میوې صادروي.

که څه هم د هرات له دوه بندرونو تورغونډۍ او اسلام کلا څخه د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه ډېره ده؛ خو سوداګر ټینګار کوي، چې د توکو د صادراتو لپاره باید نورې آسانتیاوې هم برابرې شي.

غالۍ صادروونکی فرید احمد صبور وایي:  کله، چې د صادراتو خبره راځي؛ مونږ کولی شو په ورو ورو صادرات پیل کړو، فرمایشونه تر لاسه او د سپارښتنو له مخې کار وکړو.

د هرات عطارانو اتحادیې مشر عبدالسلام امیني ویلي؛ مونږ ویلي شو، چې کېدی شي له ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنې پورې د بوټو او درمل صادر وي؛ خو ۴۰ سلنه به وادرات وي.

که څه هم سوداګرو سږ کال ډېر محصولات بهرنیو بازارونو ته صادر کړي؛ خو اوس هم داسې لار نشته، چې خپل محصولات اروپايي او امریکايي بازارونو ته ورسوي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ مشر محمد زبیر دین پرور ویلي؛ زمونږ هڅه دا ده، چې هوايي دالانونه رامنځته شي؛ ځکه هغهه ستونزې، چې د صادرونکیو پر وړاندې وې اوارې شوي او د الله پاک فضل دی، چې د تېر کال پر پرتله د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د تورغونډۍ او اسلام کلا له بندرونو هره ورځ له ۳۰۰ ډېر موټر، چې سوداګریز توکي په کې بار وي تګ راتګ کوي؛ خو صادرات یې د وارداتو په پرتله کم دي.

Trending

Exit mobile version