تازه خبرونه
د هېواد په هوایي ډګرونو کې د غوره خدمتونو د ترسره کولو تړونونو لاسلیک شول
د هېواد د ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه تېره ورځ په چارچنار ماڼۍ کې د ولسمشراشرف غني، د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب، د مالیې وزارت د چارسمبالي عبدالهادي ارغندیوال، د چارو ادارې د لوی مشر او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو په شتون کې د متحده عربي اماراتو د جي ۴۲ شرکت د مشر منصور المنصوري او د ملکي هوایي چلند ادارې د مشر داکتر محمد قاسم وفایي زاده له لوري لاسلیک شول.
په دې مراسمو کې ولسمشر غني څرګنده کړې؛ د متحده عربي اماراتو د جي ۴۲ شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لیوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري.
د متحده عربي اماراتو د جي ۴۲ شرکت مشر منصور المنصوري ویلي د ویاړ ځای دی، چې افغانستان ته راغلی یم او د ولسمشر غني په حضور کې مو د متحده عربي اماراتو د جي ۴۲ شرکت او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې تر منځ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
هغه د هوایي چلند خدمتونو وړاندې کولو او مدیریت په برخه کې د جي ۴۲ شرکت د تجربو په اړه معلومات وړاندې او زیاتوي، د دغو تړونونو لاسلیکول د متحده عربي اماراتو او افغانستان ادارو د همکاریو د فرصتونو پیل دی.
منصوري دا هم ویلي، افغانستان او متحده عربي امارات دوستانه او تاریخي اړیکې لري او دغه مناسبات په وروستیو کلونو کې لا زیات پیاوړي شوي دي.
ولسمشر زیاته کړې، دغه قراردادونه واقعا ستراتېژیک دي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیاسي او تاریخې نېکې اړیکې د اقتصادي همکاریو بشپړ مشارکت نومولی شو.
اشرف غني ویلي؛ افغانستان په خپلو هوایي ډګرونو کې سترې پانګې لري، خو متاسفانه دغه وړتیاوې نه دي پېژندل شوي. مونږ له اماراتو سره دغه همکاري په دې موخه رامنځته کړې، چې تاسې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونو او امنیتي خدمتونو په برخه کې غوره تجربې لرئ.
د هېواد ولسمشر څرګنده کړې: زه باور لرم، چې زمونږ د هوايي ډګرونو مسوولین او پرسونل، پېرېدونکي او خلک به بېلابېل بدلونونه احساس کړي.
ولسمشر په ډاګه کړې؛ مونږ خپلو هوايي ډګرونو ته د مهمو بېخبناوو په توګه ګورو او په خپلو هوايي ډګرونو کې معیاري خدمتونو او هغو معیارونو ته، چې د عملیاتي مدیریت او ځمکني خدمتونو له اړخه مهم دي، اړتیا لرو او د هوایي دهلېزونو له لارې د افغانستان د محصولاتو لېږد باید د همدغو معیارونو پر بنسټ ترسره شي.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې ویلي، مونږ هوايي ډګرونو ته د مهمو زېربناوو په توګه ګورو. د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ډېر ظرفیت لري، چې د کارګو او مسافرو پر بستر بدلېدی شي او د احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونه اماراتو ته لنډ واټن لري او د مولانا جلال الدین بلخي بین المللي هوايي ډګر کولی شي د مرکزي آسیا لپاره د وصل پر نقطه بدل او خدمتونه وړاندې کړي.
له افغانستان سره د هوایي ډګرونو د مدیریت او آسانتیاوو د برابرولو په اړه د دواړو هېوادونو پر تاریخي اړیکو ټینګار وکړ او وایي، چې دغه اړیکې په وروستیو کلونو کې نورې هم ټینګې شوې دي.
