تازه خبرونه

د هېواد په پوهنتونونو کې د زدکړو کیفیت لا هم د منلو وړ نه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ټینګار کوي چې وزارت هم نه دی توانیدلی چېد زدکړو له خصوصي بنسټونو دقیقه څارنه وکړي، له همدې کبله د زدکړو خصوصي بنسټونه نه شي کولای لازم خدمتونه وړاندې کړي.

د لوړو زدکړو وزارت د دوهم ځل لپاره ستراتیژیک پلان جوړ کړی دي چې له مخې یې په پنځو راتلونکو کلونو کې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د زدکړو کیفیت تضمینوي، خو د لوړو زدکړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري د هېواد ښونیز نظام د ټولنې له اړتیاو سره برابر نه بولي.

دغه وزارت په خصوصي او دولتي پوهنتونو کې د نجونو د شمولیت په کچه کې له ټیټ والي اندیښنه لري او لامل یې ناامني او د خوندي لیلیو نه شتون بولي.

فیرید هیوارد د لوړو زدکړو وزارت سلاکار:

د ښځینه وو محصلانو شمېر کې کموالی راغلی، ځکه د هلکانو شمېره زیاته شوې ده، د لیلیو کمبود او نه شتنون په هېواد کې د دې سبب شوی چې د ښځینه محصلانو شمېره کمه شي.

د خصوصي او دولتي پوهنتونونو محصلان هم د پوهنتونونو په اوسني وضعیت اندیښنه لري، ځکه د دوي په وینا، درسي نصاب یې زوړ دی.

که څه هم زرګونه ځوانان هر کال له دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغیږي، خو د کار له نه شتون ځوریږي.

حبریال:احمد فرشاد صالح

 

 

Trending

Exit mobile version