سیمه ییز خبرونه
د هېواد په څلور لويديځو ولايتونو كې ۷۲ پوځي عمليات تر سره شوي
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي، چې : په لويديځه حوزه كې د ۱۳۹۱ل كال تر پايه په لويديځه حوزه كې د وسلوالو مخالفينو په وړاندې ۷۲ پوځي عمليات تر سره شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تاج محمد جاهد وايي:
دغه عمليات د امنيتي بنسټونو او نړيوالو ځواكونو په ملاتړ رامنځته او تر سره شول.
د قوماندان جاهد په وينا، په فراه ولايت كې ۲۳، په هرات كې ۲۲، په بادغيس كې ۱۹ او په غور كې ۵ پوځي عمليات تر سره شوي دي.
د نوموړي د څرگندونو له مخې په دې عملياتو كې۳۵۰ وسلوال مخالفين وژل شوي، ۲۰۰ نور ټپيان او ۱۶۰ نيول شوي دي.
ښاغلي جاهد زياته كړې، چې ۳۶۹ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د همكارۍ په تور امنيتي ځواكونو نيولي دي.
د نوموړي په وينا، د هېواد په لويديځو سيمو كې د دولت په وړاندې د جنگيدونكيو وسلوالو مخالفينو شمېر پېنځه زره تنه دى.
د ښاغلي جاهد په وينا، په ۱۳۹۲ل كال كې به د دې حوزې پاتې ۱۳ ولسوالۍ هم د امنيتي ليږد په بهير كې شاملې شي.
نوموړى هيله من دى، چې د دغو عملياتو په تر سره كولو به امنيتي ځواكونه په بشپړ ډاډ وكولى شي د دغې حوزې امنيتي مسووليتونه تر لاسه كړي.