تازه خبرونه

د هېواد په کرنیزو تولیداتو کې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی

Published

on

Last Updated on: زمری ۶, ۱۳۹۹

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي؛ د تېر کال په پر تله سږکال په کرنیزو محصولاتو او تازه میوو کې پېنځه ویشت سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېرکال په پرته د هېواد کرنیز محصولات او  تازه میوو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی.

د کرنې وزارت دا هم ویلي، چې دا وزارت په ملي کچه د هېواد له  کروندګرو او بڼوالو سره د هغوی د وړتیاوو د لوړولو په برخه کارونه تر سره کړي او د هڅولو چارې یې روانې دي.

د کرنې وزارت مسوولین روانې دوې میاشتې د کرنیزمحصولاتړ د تولید او صادراتو لپاره مهم وخت بولي او حرګندوی، چې د فصل له راټولیدو سره سم به یې ارقام له ولس سره شریک کړي۔

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي؛ زمونږ د سیمه ییزو همکارانو د راپورونو له جوتیږي، چې د تېر کال په پرتله به مو په روان کال کې محصولات ۲۵ سلنه ډېر وي.

د کرنې اومالدارۍ خونې مرستیال هم په روان کال کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی مني او زیاتوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید د هېواد د کرنیزو محصولات تر نړیوال بازاره رسیدل شوني کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: مونږ منو، چې کرنیز محصولات مو ډېر شوي؛ د بازار موندنې  لپاره یې باید چټک ګامونه پورته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا وایي؛ د کروناو ویرس له کبله په نړیواله کچه تر یوه بریده د هېواد سوداګري له ستونزو سره مخ شوې وه، چې دغه وزارت اوس توانیدلی د هېواد  صادرات سیمه ییزو بازارونوته ورسوي۔

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر څرګنده کړې، چې مونږ د روان مالی کال په لومړیو کې د صادراتو له ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس مو د سیمه ییزو هېوادونو مارکیتونو ته صادرات شته او د نړیوال مارکیت ته یې د رسولو هڅې هم روانې دي.

د اقتصادي چارو کا پوهان اوس هم د هېواد د صادراتو پر پالیسیو او پلانونو نیوکه لري او زیاتوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید د هېواد د صادراتو لپاره بنسټیز تدابیر ونیسي۔

Trending

Exit mobile version