سیمه ییز خبرونه
د هېواد په ۱۴۰۰ كانونو كې د زوركو ناقانونه كيندنې روانې دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د كانونو وزارت وياند رفيع صديقي وايي، چې د هېواد په ځينو سيمو كي مو د ناقانونه كيندنو په اړه يوكال مخكې خپله څېړنه بشپړه كړې او د مخنيوي لپاره مو امنيتي بنسټونو ته بشپړ ليست سپارلى دى.
د كورنيو چار وزارت وياند صديق صديقي د كانونو او پټروليم وزات د چارواكو څرگندونې ردوي او وايي، چې تر اوسه د كانونو د ناقانونه كندنې په اړه ليست راسپارل شوى نه دى.
افغانستان د شاوخوا درې تريليون دالرو په ارزښت طبيعي زيرمې او كانونه لري، چې دولت يې د سپړلو او كيندو په بشپړ كابو كولو كې پاتې راغلى دى.