روغتيا
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د شري ناروغیو واکسین روان دی
د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي؛ د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د شري واکسین کمپاین روان دی او له پېنځه کلونو لږ عمره یو نیم میلیون ماشومان به واکسین شي.
دغه کمپاین تېره شنبه د ۴۹ ولسوالیو او ۲۴ ولایتونو په ګډون په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپیسا، خوست، کندوز، لغمان، ننګرهار نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، سرپل، تخار، روزګان، میدان وردګ او زابل کې پیل شوی او تر راتلونکې پنجشنبې پورې به روان وي.
د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې، ۹۲۰۰ روغتیايي کارکوونکي او واکسیناتوران د دغه کمپاین د پیل لپاره ټاکل شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازې ډوپینګ لوو ویلي، زه له ټولو والدینو غواړم، چې خپل ماشومان د واکسین لپاره راوړي او د دې خطرناکې؛ خو د مخنیوي وړ ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره یې له دې غوره ډالۍ برخمن کړي.
نوموړې له خلکو وغوښتل، چې د روغتيايي کارکوونکیو او په ځانګړي توګه د واکسيناتورانو د امنیتي خونديتوب لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.
دې ټولنې په هېواد کې د شري ناروغۍ د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې د ۲۰۲۱ کال له پيل راپدیخوا په افغانستان کې د شري ۴۸۳۶۶ پېښې ثبت شوي، چې ۲۵۰ ماشومان ترې مړه مړه هم دي.
له دې مخکې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د افغانستان په ځینو برخو کې د شري ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وه، چې دغې ناروغۍ پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.