پرمختګ او بشپړتیا

د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې سترې سړخونې جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كرنې او مالداري وزارت چارواكي وايي، په روان كال كې به په ۳۴ ولايتونو كې سړخونې جوړې شي.

د دې وزارت د پانگونې د جلب او جذب د پراختيا آمر محمد اکبر نادرپور وايي، پر دې پروژې به اته ويشت ميليون دالر لگښت راشي، چې د افغانستان د ملي بانك له خوا برابريږي.

په دې وزارت كې د ماركيتنگ د احصايي رييس غلام ربانی حقیقت پال وايي، موسمي بارانونو او وروښتونو ته په پاملرنه دوى اټكل كوي، چې د كرنې سږني محصولات به زيات وي.

د افغانستان شاوخوا اتيا سلنه خلك په كرنه بوخت دي؛ خو د سړخونو نه شتون هغه ستونزه ده، چې د افغانستان د كرنيزو محصولاتو ژر خرابه كيدو لامل كيږي.

كروند گر وايي، د سړخونو په جوړيدو به دا ستونزه تر ډېره حل شي.

Trending

Exit mobile version