سیمه ییز خبرونه
د هېواد پوليسي دندې د پوليسو له قوانيوسره په ټكركې دي
د مشرانوجرگې مسوولين وايي:
دمگړۍ په هېواد كې له پوليسوڅخه د داسې دندو لپاره كاراخستل كيږي، چې د پوليسوله قوانيوسره په ټكركې دي. دوى كه څه هم په دې برخه كې كومه بېلگه نه په گوته كوي، خو وايي، چې:
په افغانستان كې هم بايد لكه د نورو گاونډ هېوادونو په څېرله پوليسو څخه په دندو كې كارواخستل شي.
د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلمياردا هم وايي، چې:
دهېواد د ځينو نورو سيمو په څېرپه ننگرهاركې هم د يوشمېرسترو پروژو كارونه د امنيت د نشتوالي اواداري فساد له لامله په ټپه دريدلي دي.
د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار د جلال اباد په استناف محكمه كې دعلني محكمو لپاره د يوه نوي جوړشوي تالارد پرانستې او ځينو امنيتي او قضائيه چارواكو ته د مشرانو جرگې له لوري د ستا ينليكونو د وركولو په اړه په جوړه شوې غونډه كې رسنيو ته وويل، چې:
د پوليسو كاري ستونزو ته پام لرنه د ډېرو نورو ستونزو حل دى.
د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلمياروويل، چې:
دهېواد د يوشمېرنورو سيمو په څېرپه ننگرهاركې هم د امنيت د نشتوالي او اداري فسادله لامله د بيارغونې كارونه په ټپه دريدلي او د پخوانيو پيل شويو ځينو سترو پروژو كارونه نيمگړي پاتې شوي دي.
هغه وايي:
د دغې ستونزې په اړه هم دوى چپه خوله نه دي پاتې شوي او له اړوند ادرو سره يې پرې خبرې كړي دي.
د يادونې وړده، چې د دغې غوڼدې په پاى كې د جلال اباد په استناف محمكه كې د عالني محكمو لپاره هغه تالارهم گټې اخستنې ته وسپارل شو، چې د دغه ولايت دولاتي بيارغونې ډلې له لوري د يوې مياشتې په موده كې پر ۲۶زره امريكايي ډالرو رغول شوى و.
د ننگرهارد استناف محمكې رييس قضاوتمن فضل هدي فاضل وايي، چې:
له دغه تالارسره به دعالني محكمو په برخه كې ځينې ستونزې حل شي.
په دې وروستيو كې د جلال اباد په استناف محكمه كې د بېلابېلو مجرمينوعلني محكمې جوړې شوي، چې ان دغه لړۍ اوس ځينو ولسواليو ته هم غزيدلې ده.