تازه خبرونه

د هېواد یوه ملي سوداګر زر ټنه  پیاز او الوګان خپلو هېوادوالو ته لیلام کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۲)
د روژي  د میاشتي له پیل کیدو سره د کابل په بازارونو کې د لمړنیو توکو، پیازو، الوګانو، رومیانو او نورو سابو بیې ډېرې لوړشوې او ان یو من پیاز نږدې ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي وه.

د هېواد یو ملي سوداګر مټې رابډوهلې خپل زر ټنه پیاز او الوګان یې د لیلام  پر بڼه خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړل، چې وکولی شي ارزا نه او پر ټیټه بیه یې تر لاسه کړي.

د کابل په بازارونو کې یومن پیاز ۴۰۰ افغانۍ او یومن الوګان ۱۶۰ افغانۍ پلور ته وړاندې شوي وه، چې  ډېرو هېوادوالو يې د اخستلو او پېرودلو توان نه‌درلود؛ خو دهېواد یو ملي سوداګر زر ټنه پیاز او الوګان بازارته یومن پیاز پر ۱۵۰ او یومن الوګان ۱۰۰ افغانیو خلکو ته وړاندې کړل.

هېوادوال هم د خصوصي سکتور له دې اقدامه هرکلی کوي او له نورو سوداګرو هم غواړي، چې پخپلو هېوادوالو رحم وکړي، چې خلک وکولی شي د ژوندانه دا لومړني توکي پر ماسبه بیه تر لاسه کړي.

د کابل ښار اوسیدونکی مختار وایي: مونږ ډېر خوښ یوو او د دې سوداګر دې کور ودان وي، چې د پیازو او الوګانو بیه يي راټیټه کړې. مونږ هم واخستل. په عمومي مارکیت کې؛ خو څو برابره د پیازو بیه لوړه ده.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي پاچا خان نومی وایي: مونږ د پیازو د بیو د لوړېدو له کبله بیخي له پیازو استفاده نه‌کوله؛ خو اوس، چې یومن پیاز ۱۵۰ افغانۍ شوي ما هم وا خستل. د دې سوداګر دې هم کور ودان وي .

ظریف نومي کابل ښاري ویلي: د دې سوداګر دې کور ودان وي. له نور سوداګرو مو هیله ده، چې هغوی هم  په دې  سختو شرایطو کې د خپل ولس لاس ونیسي او ورسره همکاري وکړي.

د خصوصي سکتور غړیو ويلي، چې له دې کاره يي موخه د خپلو اړو هېواد والو سره په روانه مبارکه میاشت کې همکاري یادوي او د خصوصي سکتور له نورو غړیو هم  غوښتنه  کوي،  چې له خپلو هېوادوالو سره همکاري پراخه کړي.

د خصوصي سکتور غړی میرویس حاجي زاده وایي: مونږ باید د خپل هېواد په آبادۍ او هوساینه کې او له خپلو خلکو سره د همکارۍ لپاره راوړاندې شو. ما هم هڅه وکړه، چې زر ټنه پیاز لیلام کړم او دا لړۍ به تر راتلونکیو اووه ورځو روانه وي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین د هېواد له نورو سوداګرو هم غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د خپلو هېوادوالو دلاس نیوي لپاره راودانګي.

د کابل ښاروالۍ د مارکیت د تنظیم مرستیال انجنیر عصمت الله انصاري څرګنده کړې: مونږ د دې حاجي صاحب له دې هڅې هرکلی کوو. هیله ده، چې د خصوصي سکتور ټول غړي د دې ستونزې په مخنیو کې له خپل ولس سره همکاري وکړي.

د کابل ښاروال د کابل ښار ټولو مسوولینو ته خبر داری ورکوي؛ که هر څوک د ښاروالۍ له ټاکلې بیې په لوړه بیه پلورل وکړي؛ هټۍ، پلورنځی او مارکیت به يي وتړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د رواني  میاشت په بهیر کې لسګونه متخلفینو هټۍ ګانې بندې کړې دي.

Trending

Exit mobile version