تازه خبرونه

د هېواد یو شمېر دیني عالمانو له غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد یو شمېر دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ(د كب۱۹) له اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ په موخه د نوموړي په کور کې يوه ناسته تر سره كړه او مولوي سبزه گل او ذبيح الله مجددي  ټینگار وکړ، چې اشرف غني احمد زی باید د بریالیتوب په صورت کی شرعی احکام او شرعی حدود، چې اوس شتون نه لري عملي کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمد زي یوځل بیا ټینگار وکړ، چې د بریالیتوب په صورت کی به  د اسلام د مقدس دین د اساساتو پر بنسټ مخکی ولاړشي او په دینی مدرسو کې به د د ینی فهم د لوړوالي په موخه بدلونونه رامنځته کړي.

ښاغلي اشرف غني زیاته کړه، چی د نوموړي په حکومت کې به کار هغه چاته سپارل کیږي، چې وړتیا یې ولري او د ستایلو او جزا قانون به رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version