تازه خبرونه
د وارداتي توكو د ارزونې نوى كمپلكس جوړاو گټي اخستني ته وسپارل شو
د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي، چي د هېواد په سرحدي سيمو كې د ډاډمنې څارنې نشتوالى، د دې لامل شوى، چې د هېواد په بازارونو كې بې كيفيته توكي ډېر شي.
د افغانستان د نورم او ستندرد اداره وايي، چې له دې وروسته به ټول وارداتي تو كي د دغې ادارې له خوا لومړى د كيفيت له اړخه وارزل شي او بيا به بازارته وړاندې شي.
د سوداگرۍ او صنايعو خوني عامل رييس محمد قربان حقجو وايي، چې د افغانستان بازارونو ته په قاچاقي ډول ناقانونه توكي راځي، چي د بي كيفيته توكو كارول په هېوا كې د بېلابېلو بشري ستونزو لامل كيږي.
ښاغلي حقجو په كابل كې د يوې خبري ناستي پرمهال وويل، چې په بندرونو كي د منظم چك اوڅارنې د نشتوالي له كبله د گاونډ هېوادونو ټول بې كيفيته توكي په افغانستان كي دي.
د افغانستان د نورم او ستندرد خپلواكه اداره هم دغه ستونزې مني او وايي، چي دې اداري اوس د بې كفيته توكو د واردولو د مخنيوي لپاره پوره چمتوالي نيولى، چې له دې وروسته به څه باندي ۳۰۰ قلمه وارداتي توكي د دغې ادرې له خوا له ارزونې وروسته بازارته وړاندي كيږي.
د نورم او ستندرد اداري د رييس پوپل زي پوپل په وينا، له دې وروسته به ټول خوراكي، ساختماني، نفتي او زرعتي توكي د دغې اداري له خوا ارزول كيږي.
دا په داسې حال كي ده، چې د دې ادارې نوى كمپلكس گټي اخستني ته وسپارل شو، چي له ۱۵ زيات لابراتوارونه لري او نږدي ۸۸،۷ ميلون افغانۍ پرې لگښت شوى دى.