تازه خبرونه
د واورو اورښتونو د دولس ولایتونو د تگ راتگ لارې تړلي دي
د هېواد په زیاترو ولایتونو کې واوري وریدليدي.
دغې واورې وریدنې په دولسو ولایتونو کې واټونه او لویې لارې بندې کړي دي.
د ټولگټې وزارت معین احمدشاه وحید وایي:
د وارو د اورښت له بندیدو سره سم به د سړکونو د پاکولو کار پیل شي.
د سالنگ لویه لار، چې شمال او شمال ختیځ ولایتونه له مرکزي او سویلي سیمو سره نښلوي هم د دغو واورو او اورښتونو له کبله تړل شوي دي.
تر اوسه د دغې لویې لارې په اوږدو کې دولس واورې ښوییدنې شوي دي.
د هوا پېژندنې اداره وایي، د دوشنبې په ورځ به لمر وي؛ خو د سې شنبې په ورځ به دغه لویه لار بیا د واورو د اورښتونو لیدونکې وي.
د هواپېژندنې ریاست سرپرست نسیم مرادي وایي:
ان شاالله زمونږ وړاندوینې ښیي، چې هوا مخ په ښه کیدو ده؛ خو د مارچ په لسمه په ځینو برخو کې د واورو اورښتونه لرو.
د سږکال واورو او بارانونو مالي او ځاني زیانونه واړول. په پنجشیر او ځینو نورو ولایتونو کې له دوو سوو زیات کسان مړه شول.
خبریال: نصرت پارسا.