سیمه ییز خبرونه

د واټونو د ماليې له لارې د افغانستان عوايد ۴۵ ميليون دالرو ته ډېر شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فوايد عامې وزارت چارواكي وايي، د واټونو د ماليې له لارې د افغانستان عوايد له دوه ميليون دالرو څخه ۴۵ ميليون دالرو ته ډېر شوي دي.

د فوايد عامې وزير د فوايد عامې ټول رييسان له ولايتونو كابل ته راغوښتي، چې په ژمي كې د  ولايتي او ښاري سړكونو د پرانيستل كيدو په اړه له چمتو والي خبر شي.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن په ډاگه كړې، چې اوس د سړكونو  رغول  او څارل د خپلو عوايدو له لارې كيږي.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وايي، په راتلونكې ژمي كې په ۳۴ ولايتونو كې د لويو لارو او سړكونو د پاكوالي او پرانيستلو په موخه ۱۲۰ ميليون دالر ځانگړي شوي او سړكونو د بندوالي په اړه هيڅ پلمه نشته.

د فوايد عامې وزير زياتوي، له سړكونو څخه د ماليې د اخيستلو په اړه د نوي تگلارې له تصويب وروسته د افغانستان د سړكونو عوايد د پام وړډېر شوي دي.

د هغه په وينا، له  دې  وروسته به  د سړكونو د ساتنې او څارنې په برخه كې ستونزه نه وي.

په تېرو ۱۲ كلونو كې په پاخه او اساسي ډول له اته زره كيلومترو ډېر واټونه جوړشوي؛ خو په دې وروستيو كې د هغه په نه  څارنې او ساتنې نيوكې ډېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version