تازه خبرونه

د واک بیړنی بدلون افغانستان ثبات ته رسولی نشي – اروپایي ټولنه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۰)

اروپایي ټولنې له افغان ولسمشره پر حالاتو د پوهېدو او د سولې د بري لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال آرناوټ پاولس له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې ولسمشر غني باید سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

آرناوټ پاولس زیاته کړې: ولسمشر مسوولیت لري، چې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او داسې ګامونه واخلي، چې د خلکو او هېواد په ګټه وي. ( په دې اړه) د .ولسمشر غږ ته ډېره اړتیا ده

ښاغلی پاولس وايي، چې د افغان سولې په خبرو کې د ښځو ونډه لږه ده او په کار ده، چې ته پوره ونډه ورکړ شي.

پاولس څرګندوي، په افغانستان کې د واک بېړنی لیږد ثبات نشي راوستلای.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې دا ټولنه په افغانستان کې د واک د بیړني بدلون ملاتړ نکوي؛ خو په وینا يي یوه خوا هم په یوازې ځان افغانستان ثبات ته رسولی نشي.

د اروپايي ټولنې دې استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر ډېروالي وېره وښوده او له حکومته یې وغوښتل، چې د هدفي بریدونو عاملین قانون ته وسپاري.

نوموړي ویلي؛ په لوړه کچه تاوتریخوالی روان دی. په قصدي توګه د ولسي وګړیو وژنه د انساني ارزښتونو پر خلاف کار دی او باید په بیړه دا وژنې ودریږي.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکا د طرحې پر اجنډا خبرې کیږي. د امریکا دا طرحه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت جوړیدو ته لار اواروي، چې موافقین او مخالفین هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې یوازې د ټاکنو له لارې واک لیږدېدی شي.

Trending

Exit mobile version