نړۍ
د واګنر د قومندان یوګیني پریګوزین د مړینې راپور حیرانوونکی نهدی – جو بایدن
د امریکا ولسمشر جو بایدن د چارشنبې پر ورځ ویلي: دا حیرانوونکې نهده، چې د روسیې د اجیرو ځواکونو قومندان یوګیني پریګوزین دې د الوتکې په غورځیدو کې مړ شوی وي؛ ځکه دا شونې ده، چې په دې هوایي پېښه کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښکېل وي.
روسي رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د واګنر ځواکونو د قومندان یوګیني پریګوزین ځانګړې الوتکه د چارشنبې پر ماښام د مسکو په شمال کې رالوېدلې او هیڅوک یې ژوندي پاتې نهدي.
رویترز تر دې دمه تائید کړې نهده، چې پریګوزین دې په فزیکي توګه په الوتکه کې وي.
د امریکا ولسمشر بایدن خبریالانو ته ویلي: زه رښتیا هم نهپوهیږم، چې څه پېښ شوي؛ خو حیران هم نهیم. په روسیه کې داسې ډېر څه نه پېښیږي، چې پوتین یې تر شا نه وي؛ خو زه دومره نه پوهیږم، چې پر ځواب پوه شم.
رویترز راپور ورکړی، چې ۶۲ کلن پریګوزین د جون له ۲۳ تر ۲۴ د روسیې د لوړ پوړیو پوځي افسرانو پر وړاندې د بغاوت مشري وکړه، چې د پوتین د څرګندونو له مخې؛ کولی یې شول، چې روسیه په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.
بایدن او د سیا رییس ویلیام برنز تېره میاشت د پریګوزین د شوني خطر په اړه ځانګړې خبرې کړې وی، که څه هم یو څه په ټوکه کې. که زه د هغه پر ځای وم؛ هغه څه به مې څارل، چې خوړل مې. بایدن په جولای میاشت کې د فنلیند له ولسمشر سائولي نینیستو سره د یوې خبري غونډې په بهیر کې وویل، چې زه د خپلو خواړو مینو ته پام کوم؛ خو ټوکې یوې خوا… زه فکر نهکوم په مونږ کې څوک ډاډه وي، چې په روسیه کې د پریګوزین راتلونکی څه دی.
یوه اوونۍ وروسته په جولای میاشت کې د سپین امنیتي ناستې پر مهال د CIA مشر ویلیم برنز وویل: زه فکر کوم پوتین هغه څوک دی، چې عمومي فکر کوي. بدل یوه ښه ډوډۍ ده، چې په یخ کې وړاندې کیږي … که زه پریګوزین وای؛ نو ما به د خواړو له خونده ځان نه بې برخې کاوه.
د پریګوزین د جون بغاوت د خبرو اترو او د کرملین د یوې څرګندې معاملې له لارې پای ته ورسېد، چې په پایله کې یې هغه ګاونډ بیلاروس ته پر ورتګ هوکړه وکړه؛ خو داسې برېښېده، چې هغه له معاملې وروسته هم په روسیه کې دننه ازاده ګرځېده.
نړۍ
یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سېشنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونهرسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».
ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»
د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.
ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونهرسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درېساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نهده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمهکره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.
هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.
نړۍ
د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ایبيسي، سيبياس، سيانان، فاکس او انبيسي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.
د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.
ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.
په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.
ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.
نړۍ
د جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرلهپسې دوه کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوهیمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.
د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرلهپسې دوه کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوهیمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.
د چین ولسمشر شي جینپینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نهشي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.
د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.
ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه1 day agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
