نړۍ

د واګنر د قومندان یوګیني پریګوزین د مړینې راپور حیرانوونکی نه‌دی – جو بایدن

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۲)

د امریکا ولسمشر جو بایدن د چارشنبې پر ورځ ویلي: دا حیرانوونکې نه‌ده، چې د روسیې د اجیرو ځواکونو قومندان یوګیني پریګوزین دې د الوتکې په غورځیدو کې مړ شوی وي؛ ځکه دا شونې ده، چې په دې هوایي پېښه کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښکېل وي.

روسي رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د واګنر ځواکونو د قومندان یوګیني پریګوزین ځانګړې الوتکه د چارشنبې پر ماښام د مسکو په شمال کې رالوېدلې او هیڅوک یې ژوندي پاتې نه‌دي.

رویترز تر دې دمه تائید کړې نه‌ده، چې پریګوزین دې په فزیکي توګه په الوتکه کې وي.

د امریکا ولسمشر بایدن خبریالانو ته ویلي: زه رښتیا هم نه‌پوهیږم، چې څه پېښ شوي؛ خو حیران هم نه‌یم. په روسیه کې داسې ډېر څه نه پېښیږي، چې پوتین یې تر شا نه وي؛ خو زه دومره نه پوهیږم، چې پر ځواب پوه شم.

رویترز راپور ورکړی، چې ۶۲ کلن پریګوزین د جون له ۲۳ تر ۲۴ د روسیې د لوړ پوړیو پوځي افسرانو پر وړاندې د بغاوت مشري وکړه، چې د پوتین د څرګندونو له مخې؛ کولی یې شول، چې روسیه په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

بایدن او د سیا رییس ویلیام برنز تېره میاشت د پریګوزین د شوني خطر په اړه ځانګړې خبرې کړې وی، که څه هم یو څه په ټوکه کې. که زه د هغه پر ځای وم؛ هغه څه به مې څارل، چې خوړل مې. بایدن په جولای میاشت کې د فنلیند له ولسمشر سائولي نینیستو سره د یوې خبري غونډې په بهیر کې وویل، چې زه د خپلو خواړو مینو ته پام کوم؛ خو ټوکې یوې خوا… زه فکر نه‌کوم په مونږ کې څوک ډاډه وي، چې په روسیه کې د پریګوزین راتلونکی څه دی.

یوه اوونۍ وروسته په جولای میاشت کې د سپین امنیتي ناستې پر مهال د CIA مشر ویلیم برنز وویل: زه فکر کوم پوتین هغه څوک دی، چې عمومي فکر کوي. بدل یوه ښه ډوډۍ ده، چې په یخ کې وړاندې کیږي … که زه پریګوزین وای؛ نو ما به د خواړو له خونده ځان نه بې برخې کاوه.

د پریګوزین د جون بغاوت د خبرو اترو او د کرملین د یوې څرګندې معاملې له لارې پای ته ورسېد، چې په پایله کې یې هغه ګاونډ بیلاروس ته پر ورتګ هوکړه وکړه؛ خو داسې برېښېده، چې هغه له معاملې وروسته هم په روسیه کې دننه ازاده ګرځېده.

Trending

Exit mobile version