سیمه ییز خبرونه

د وردگو په سيد آباد كې په لومړي ځل ۳۱ امريكايي ځانگړي پوځيان ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د وردگو په سيد اباد ولسوالۍ کې تېره شپه د آيساف يوه چورلكه د عملياتو پرمهال غورځېدلې ده.

د وردگو ولايت  چارواكي وايي، چې:

په دې پېښه كې د آيساف سرتېرو ته مرگ و ژوبله هم اوښتې، خو كره شمېره يې نه ده معلومه .

وسله والو طالبانو ويلي، چې:

دا چينوك ډوله چورلكه د سيداباد ولسوالۍ د تنگي د زرين ويالې په سيمه كې دوى ويشتلې، چې ۳۸ سرتېري په كې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې:

له پېښې وروسته په نښته كې اته طالبان هم وژل شوي دي.

د سيد آباد ولسوالۍ چارواكو هم منلې، چې چورلكه د عملياتو پر مهال د كلي په منځ كې غورځيدلې ده، خو آيساف په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سيدآباد ولسوال ډاکتر مسلم پژوک اژانس ته ويلي، چې:

چورلکه د ولسوالۍ د تنگي سيمې د يوه کلي په منځ کې غورځېدلې ده.

سره له دې، چې پژواک له آيساف سره په دې اړه اړيکه نيولې، خو د دغه خبر تر خپرېدو يې په اړه څه نه دي ويلي.

طالب وياند ذبيح الله  مجاهد څرگنده كړې، چې:

بيگاه شپه ۱۱بجې د ميدان وردگو ولايت سيدآباد ولسوالۍ د تنگي جوی زرين سيمه کې  امريکايي عسکرو غوښتل پر يوه کور چې مجاهدين په کې ول، چاپه ووهي،  چې د سخت مقاومت سره مخ شول او په راکيټي بريد سره يې په لومړي سرکې يوه لويه چينوک چورلكه رانسکوره شو، چې ټول ۳۸ تنه امريکا يي عسکر په كې ځای په ځای شول.

وروسته جگړه وغځيده او زمونږ ۸ تنه مجاهدين هم د شهادت لوړمقام ته ورسيدل ، له سيمې تازه معلومات ښيي، چې هلته اوس هم امريکايي عسکر د خپلو مړو په ټوليدو لگيادي او د چورلكو ټوټې او پرزې اوس هم په سيمه کې خورې دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې:

په وردگو کې تراوسه پورې بهرنيو ځواكونو ته په يو ځل دومره لوی زيان  نه  و اوښتی.

فاکس نیوز ته امریکا يي چارواکو دا هغه پوځیان ورپېژندلي، چې پراوسامه یې عملیات کړي وه.

د یادولو وړده، چې د اوسامه بن لادن ترمرگ وروسته امریکا وویل، چې دا پوځیان یې یوازې په ډېرو مهمو برخو کې عملیات کوي. تراوسه دا هم نه ده روښانه، چې دا پوځیان د کومو ځانگړيو عملیاتو لپاره وردگو ولایت ته تللي وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version