تازه خبرونه
د وروستیو بارانونو له کبله ۳۴ افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د افغانستان اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبازې په چارو کې د دولت وزارت ويلي؛ په تېرو درې ورځو کې له پرلپسې واورو، سیلابونو او توپانونو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۲۳ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې: په لسګونه نور هغه کسان، چې په واورو او سیلابونو کې بند پاتې ول هم ژغورل شوي دي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې دې وزارت په ټول هېواد کې خپلو ادارو ته د بېړني حالت سپارښتنه هم کړې ده.
د اسلامي امارت اړوند باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې وروستيو ورځو کې د کابل، هلمند، نيمروز، فراه، ننګرهار، بدخشان، جوزجان، تخار او کندهار ولايتونه د درندو واورو او سيلابونو شاهدان دي.
د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال او له طبیعي پېښو سره د مبارزې د کمیسیون مشر ملا عبدالغني برادر اړوند وزارتونو او څانګو ته لارښوونه کړې، چې د وروستیو اورښتونو له کبله زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، په ځینو ولایتونو کې د سړکونو د بیا پرانیستلو آسانتیاوې نشته؛ خو د یو شمېر نورو ولایتونو د لویو لارو پر پرانستلو کار روان دی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د مرکزي سیمو په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې د واورې د ورېدو له کبله تړل شوې دي.
