تازه خبرونه

د وروستیو بریدونو موخه د ځوانانو باور زیانمنول دي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو بریدونو، چاودنو او  وژنو موخه پر حکومت د خلکو باور کمول او ثبات ته زیان رسول دي.

 ولسمشر غني د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي، د خبریالانو، د مدني ټولنې، مخکښانو، دولتي کارمندانو او په عام ډول ملکي وګړي پر وړاندې وروستي بریدونه د افغانستان د نسل او ارزښتونو پر خلاف بریدونه دي.

 اشرف غني څرګنده کړې: د دغو بریدونه  موخه زمونږ د هېواد ثبات زیانمنول، زمونږ د ځوان نسل ترمنځ باور کمول او په ځانګړي توګه افغان میرمنې له راتلونکي څخه بې برخې کول دي.

پر یما سیاوش، یوسف رشید، ملالۍ میوند، الیاس داعي، رحمت الله نیکزاد، فرشتې کوهستاني، فاطمه خلیل ، د څرخي پله زندان ډاکټرانو او زمونږ پر نورو همکارانو بریدونه پر نسل او زمونږ پر ټولو ارزښتونو او زمونږ پر زړه او ضمیر برید دی.

 ولسمشر غني امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د وروستیو بریدونو عاملین وپېژني او مجازات یې کړي او وژنې پای ته ورسوي.

 ولسمشر دغه راز اړوند وزارتونو په ځانګړي توګه د کورنیو چارو وزارت او قضائیه قوې ته لارښوونه کړې، چې مجرمین او تروریستان دې محاکمه کړي او دا بهیر دې ګړندی روان کړي.

 دا غږ له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د بریدونو لړۍ په دوه میاشتو کې روانه ساتل شوې؛ پېنځه د رسنیو کارمندان مړه شوي او د مدني ټولنې یو شمېر مخکښان په موخه ییزوبریدونو او چاودنو کې ځاني زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د کابل ښار د اوومې ناحیې په ګذرګاه سیمه کې د مرکزي احصائې د کارمندانو پر اړوند کاستر موټر، چې خیرخانې ته پر لاره و؛ چاودنه شوې، چې په کې یو ملکي وګړي ساه ورکړې او ۱۳ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version