تازه خبرونه
د وروستیو پایلو څېړنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستول شوې
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د نهه سوو شکایتونو د څېړلو لپاره علني غونډې وکړې او د یو شمېر شکایتونو په اړه یی د تړلو دروازو تر شا پرېکړه وکړه او په پای کی دغه کمیسیون خپله پایله له شپږو ورځو وروسته دغه کمیسیون ته وړاندی کړه.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وایی، د دغو څېړنو په بنسټ د ۶۲ محلونو او مرکزونو رایې باطلی اعلان شوې دي، چې له دې جملې څخه
كابل كې د ۴ محلونو او مركزونو
فراه كې د ۳ محلونو او مركزونو
كندهار كې د ۱۸
پكتيا كې د ۱
كنړ كې د ۲
پكتيكا كې د ۲
خوست كې د ۱
نورستان كې د ۱
بدخشان كې د ۱
تخار كې د ۲ محلونو او مركزونو رايې باطلې شوې دي.
سره لدی، چی د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د وروستیو پایلو په اړه د څېرل شویو رایو پایلې یی د ټاکنو کمیسیون ته استولي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې وایی، چی د څېړنو پایلې یی تر اوسه ندي تر لاسه کړي.
له دې سره د ولسمشریزو ټاکنو هېڅ یو کاندید په لومړي پړاو کې لازمې رایې ندي تر لاسه کړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ټینګار کوي، چې دویم پړاو ټاکنې به هم له اوولس ورځو وروسته تر سره کړي.