نړۍ
د ورکې شوې الوتکې ځینې برخې لاسته راغلي – اندونیزیا
د انډونیزیا چارواکو ویلي: دوی د هغه ځای په اوبو کې د بوینګ ۷۳۷ـ۵۰۰ الواتکې ځینې برخې موندلي؛ چېرته، چې له راداره ورکه شوې وه.
په انډونیزیا کې د ژغورنې ډلې څرګنده کړې: دوی د قضیې په اړه څېړنې پیل کړي او کله، چې د الوتکې تور بکس وموندل شي؛ نو د پېښې لامل به هم په ډاګه شي.
دغه انډونیزیایي مسافر وړونکې الوتکه پرون د جاکارتا له هوایي ډګره الوت پیل کړ او بیا لږ وروسته د رادار له پردې ورکه شوه، چې د البوتکې د کارکوونکیو په ګډون یې ۶۲ مسافر لېږدول.
د تلویزیوني رسنیو د څرګندونو له مخې، دې الوتکې شپږ کارکوونکي درلودل او د اووه ماشومانو په ګډون ۵۶ مسافر په کې سپاره ول.
د انټرنیټي خدماتو د رادار ۲۴ الوت د څرګندونو پر بنسټ، الوتکه شاوخوا څلور دقیقې وروسته لږ تر لږه ۳۳۰۰ مټره لوړه شوې وه، چې ناڅاپه یې خپل سرعت او لوړوالی له لاسه ورکړ او د جاوا ټاپو په شمالي برخه کې له راداره ورکه شوه.
د الوتکې د سپرلۍ هویت هم تر دې دمه په ډاګه شوی ندی.
