تازه خبرونه
د وزیرانو له اطاعت خوښ یم – د اسلامي امارت رهبر
د افغانستان اسلامي امارت رهبر د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه لسمه د کندهار د دیني علومو او جامعاتو چارو د انسجام او تنظیم په درې ورځني سیمینار کې ویلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا ټول مخالفان بښل شوي او یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي.
شیخ هبة الله اخوندزاده زیاته کړې، چې د چارسمبالو وزیرانو له کړنو راضي دی؛ ځکه، چې تل ترې اطاعت کوي.
هغه ویلي: زه له خپلو وزیرانو خوښ یم او دوی ښه خلک دي او تل زما اطاعت کوي. د هغوی اطاعت، درناوی او احترام وکړئ؛ ځکه، چې عزت او اطاعت یوازې د امیر لپاره ځانګړی ندی، بلکې ټول قومندانان ترې برخمن دي.
د اسلامي امارت رهبر دا هم ویلي: کفري نړۍ غواړي، چې سیاست له دین څخه بېل کړي؛ نو په اسلامي هېوادونو کې هم باید علما په سیاست کې رول ونلري، خو په افغانستان کې باید علما سیاست ته لاسرسی ولري.
نوموړي له عالمانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د احکامو په پلي کولو او اطاعت کې دې ولس وهڅوي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي، دغه درې ورځنی سیمنار د شنبې پر ورځ د غویی پر پېنځلسمه د لوړو زدهکړو وزارت د چارسمبالي ندا محمد ندیم پر وینا پیل او د دوشنبې پر ورځ د غوایی اووهلسمه پای ته ورسېد.
