تازه خبرونه
د وسله والو په کمین کې ۱۲ پولیسو ژوند له لاسه ورکړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن ماښام د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې د وسله والو طالبانو او ملي پولیسو تر منځ په جګړه کې د ملي پولیسو د یو قوماندان په ګډون ۱۲ تنه ملي پولیس وژل شوي.
یاد جزیات یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وړاندي کړي.
د کندهار د والي ویاند پیښه تاییدوي؛ خو د جزیاتو په اړه څه نه وایي.
ویل کیږي چې افغان ملي پولیس له تېرو لسو ورځو راپدېخوا په یاه سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت وو چې نن ماښام د طالبانو له کمین سره مخ شول.
په پیښه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتو جزیاتو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
په دې اړه د نورو جزیاتو له پاره له اریانا نیوز سره اوسئ!