تازه خبرونه

د وسلوالو مخالفینو جنگي ماشین ځپل شوی او د ماتې په حال کې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت نن سهار په یوه خبري ناسته کې وویل، د وسلوالو مخالفینو جنگي ماشین سخت ځپل شوی او اوس د ماتې په حال کې دي.

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان وایی، په وروستیو څلور میاشتو کې د وسلوالو سلگونه بریدونه شنډ شوي او گڼې ولسوالۍ د سقوط له خطره ژغورل شوي دي. ښاغلی امان د سږ کال جگړې ډېرې شدیدې او خونړۍ گڼي.

نوموړي په ډاگه کړه، چې په نوزاد ولسوالۍ کې د ولسوالۍ له مرکز تکتیکي شاتگ شوی او په ځینو سیمو کې یې د وسلوالو وروستي پرمختگونه لنډ مهال بریالیتوبونه وبلل.

ده وویل، په وروستیو څلور میاشتو کې افغان ځواکونو له پېنځه سوه ډېر پلان شوي قاطع او ځانگړي عملیات کړي، چې دښمن ته درانده زیانونه اوښتي دي.

Trending

Exit mobile version