سیمه ییز خبرونه
د ولايتي شوراګانو ۹۰ تنه كانديدان د دوولسمو ټولګيو د فراغت سندونه نلري
د پوهنې وزارت مسئولين وايي، چې د ولايتي شوراګانو ۹۰ تنه كانديدان د دوولسمو ټولګيو د فراغت سندونه نلري.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر وايي، چې د ولايتي شوراګانو د زياترو كانديدانو د فراغت سندونه د باور وړ دي.
په داسې حال كې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو تر منځ د ټاكنيزو سياليو پېل ته درې ورځې پاتې دي، خو لاهم د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د كانديدانو د اسنادو څېړنه دوام لري.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه وزارت كې د ۹۰ تنو كانديدانو د فراغت سندونه نشته.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته په كار ده، چې په راتلونكو دوو ورځو كې د ۴۰۰ كانديدانو د اسنادو څېړنه بشپړه كړي.
ځيني كانديدان د ټاكنيزو شكايتونو پر كميسيون نيوكه كوي، چې په كارونو كې يې ځنډ پېښ شوى دى.
دوى وايي په داسې حال كې، چې لا تر اوسه يې تحصيلي اسناد نه دي څېړل شوي، خو دوى وار دمخه د ټاكنيزو سياليو لپاره پر تياری لګښتونه كړي دي.