1393ټاكنې

د ولايتي شوراگانو د نوماندانو د لومړنى لست خپرولو غوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له ټاكنو خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د ولايتي شوراگانو د نوماندانو لومړنى لست خپور كړي.
د ټاكنو د كميسيون لخوا د ولايتي شوراگانو د كانديدانو د لومړني لست په خپرولو كې ځنډ به ټاكنيز مهال وېش گډوډ او چارې به مو له ستونزو سره مخ كړي.
په كار وه، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د شنبې په ورځ د ولايتي شوارگانو د نوماندانو لومړنى لست خپور كړى واى، خو په دغه چاره كې ځنډ پېښ شو.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وياند نادر محسني وايي كه، هر څومره د كانديدانو لومړنى لست ځنډيږي په همغه اندازه د د څېړونو چارې له ستونزو سره مخ كيږي.
ښاغلى محسني زياتوي، د لست ځنډ، ټاكنيز مهال وېش گډوډوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون بيا وايي، چې د ولايتي شوراگانو د نوماندانو د لومړني لست په خپرولو كې هيڅ ستونزه نشته، خو په څېړنو كې زيات دقت د دغو پايلو اعلان ځنډولى دى.

Trending

Exit mobile version