1393ټاكنې
د ولايتي شوراگانو لومړنۍ پايلې په ډاگه شوې
ټاكل شوې وه، چې د ولايتي شوراگانو لومړنۍ ټاكنيزې پايلې د غويى په ۲۷ اعلام شوې واى، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضياالدين امرخېل د دوه يم پړاو ټاكنو د عامه پوهاوي په غونډه كې د دغو پايلو د ځنډ په اړه وويل:
په پايلو كې د بشپړ غور او بيا كتنې پر لامل د ولايتي شوراگانو لومړنۍ پايلې وځنډيدې. په دې كې مو موخه داوه، چې تېروتنه ونه شي او يا د نوماندانو حقوق تر پښو لاندې نشي.
نوموړي ويلي دي، چې د وروستيو پايلو په ډاگه كولو ته هم تيار يو او له هغې وروسته، چې د ټاكنو د شكاياتو كميسيون ټولو غوښتنو ته لاسرسى ومومي، مونږ تيار يو، چې د غبرگولي په ۱۷ د ولايتي شوراگانو وروستۍ پايلې هم په ډاگه كړو.
امرخېل ويلي، دغه پايلې د خبري كنفرانس له لارې نه، بلكې د ټاكنو خپلواك كميسيون د اوبپاڼې له لارې اعلام شوې دي، نوماندان او خلك كولى شي خپلې لومړنۍ پايلې په كې وگوري.