تازه خبرونه
د ولايتي شوراگانو نوماندانو ته د څارنې اجازه نه وركول كيږي
د ولايتي شوراگانو د رايو پر پروسې باندې د څار لپاره نوماندانو ته اجازه نه وركول كيږي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون دې اقدام د ولايتي شوراگانو د ځينو كانديدانو غبرگون را پارولى دى.
د كابل د ولايتي شورا نوماندان فرهاد سخي او عبدالبصیر معرفت غزنوي له دې بنسټ غواړي، چې پر ټاكنيز بهير د څار زمينه دې راته برابره شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، چې كه د ولايتي شوراگانو نوماندانو ته پر دې پروسې د څار موقع وركړشي، گنه گوڼه را منځته كيږي.
د ولايتي شوراگانو د نوماندانو د رايو د غونډولو، شمېرلو او پروسس بهير د روانې اوونۍ له لومړيو څخه د ټاكنو په خپلواك كميسيون كې پيل شوى او تر اوسه د پېنځلس ولايتونو د ولايتي شوراگانو د نوماندانو رايي په اووه مرحلو كې پروسيس شوې دي.
ټاكل شوې د غويي په ۲۷ د ولايتي شوراگانو د ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلام شي او وروسته به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له دې بهير سره اړوند شكايتونه وڅېړي او د غبرگولي په اولسمه به د ولايتي شوراگانو د ټاكنو وروستۍ پايلې اعلام شي.