سیمه ییز خبرونه
د ولايتي شورا قانون په اووه فصلونو او ۴۱ مادو كې تصويب شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسي جرگې استازيو د شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې(د مرغومي۲۱) د ولايتي شورا قانون تصويب كړ
د ولسي جرگې غړى نادر خان كتوازى وايي، كه څه هم په دې قانون كې ځينې تعديلات راغلي؛ خو په غونډه كې د دغو تعديلاتو پر ځاى په دې برخه كې د حكومت وړاندې شوې طرحه تاييد شوه.
د ولسي جرگې غړى محي الدين مهدي وايي، استازي د ولايتي شورا د څارنې پر رول سره وېشلي ول او ځينو دا د ولسي جرگې له دندو سره په ټكر كې بلله.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي په ډاگه كړې، چې له زياتو بحثونو وروسته پرېكړه وشوه، چې ولايتي شورا نه شي كولى د څارنې دنده ولري.
د ولايتي شورا په دې تصويب شوي قانون كې د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره لوړې زده كړې اړينې بلل شوي او د ولايتي شورا د غړيو پر كاري تجربو، لوړ عمر او هغه ولايت كې د استوگنې پر مخينې ټينگار شوى، چې ورڅخه كانديد كيږي