تازه خبرونه

د ولایتي شوراګانو د ۶۶۰ محلونو رایې بیا شمېرنې ته استول شوې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکڼو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو د ۶۶۰ محلونو رایې بیا شمېرنې او د ۷۰۶ نورو محلونو رایې تفتیش ته واستولې. د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې دا رايي به د څارونكو او رسنيو په حضور كې د دې بنسټ په سيمه ييزو دفترونو كې بيا وشمېرل شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كار ګړندى كړى او اوس د دې بنسټ وياند نور محمد نور وايي:
تر اوسه د شلو ولايتونو رايي جمع بندي او پروسس شوي او پر نورو ولايتونو هم كار روان دى.
نور محمد نور همدرنګه وايي، د دې ولایتونو له ډلې نه د ۶۶۰ محلونو رایې بیا شمېرنې او د ۷۰۶ نور تفتیش ته استول شوې دي.
د ښاغلي نور په وېنا د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې هڅه کې دی، چې د ټاکنیزو شکایتونو د كميسيون له پرېكړې سره سم د رايو برخلیک وټاکي.
نور زیاتوي، دوی د خپلو هغو كاركوونکو په باب څېړنې پېل كړي، چې په ټاكنو كې په درغليو تورن بلل شوي، دى وايي، كه چېرې دا ادعاوې ثابتې شي، دوی به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.
نوموړي ووېل، د ولسمشرۍ ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلامېدو وروسته به د دې كسانو په باب معلومات له خلكو سره شريك شي.
بل خوا ښاغلی نور وايي، د ټاکڼو کمیسیون هغه کارکوونکو په اړه، چې په خپلو مرکزونو کې یې درغلی کړی، پلټنې پېل شوي او که چېرې ثابته شي، چی هغوی درغلی کړي عدلي او قضایي بڼسټونو ته به معرفي شي.
هغه وايي د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلی له اعلامېدو وروسته به د هغوی په اړه معلومات د خلکو سره شریک شي. نور محمد نور وايي، كه ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې شي، دوی هېڅ راز تخنيكي او مالي ستونزې نه لري.
ټاکل شوې د ولایتي شورا ټاکڼو لومرنی پاېله د غويي په ۲۷ او د ولسمشرۍ د ټاكنو وروستۍ پايله د همدې مياشتې په ۲۴ اعلام شي.

Trending

Exit mobile version