تازه خبرونه

د ولایتي شوراگانو د بایلونکیو نوماندانو تر شا سیاسي کړۍ شتون لري- سعادت

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییس وایي، په حکومت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د بایلونکي شاملیدل د دې سبب شو، چې د ولایتي شوراگانوبایلونکي نوماندان هم شور او ځوږ جوړ کړي، چې له دې لارې گټه تر لاسه کړي.

د ښاغليعبدالستار سعادت په وینا؛ د ولایتي شوراگانو د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته زیاترو نوماندانو اعتراض وکړ، چې ټاکنیزو کمیسیونونو ځینې کاندیدان د پیسو په بدل کې بریالي کړي دي. په کومه مساله، چې په وروستیو ورځو کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم غبرگون ښکاره کړی او له لویې څارنوالۍ یې غوښتي، چې د معترضو نوماندانو هغه اعتراضونه وڅيړي، چې جرمي صبغه لري.

دا کمیسیون همدا راز وایي، یوه کمیټه به جوړه شي، چې را منځته شوې ننگونې وڅېړي او ټینگار کوي، چې سیاسي کړۍ د قضیې تر شا شتون لري.

د ولایتي شوراگانو د ټاکنو وروستۍ پایلې د تېرې میاشتې په لومړیو کې اعلام شوې او اوس د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، چي دا پایلې به د بدلون وړ نه وي.

Trending

Exit mobile version