سیمه ییز خبرونه

د ولسمشريزو ټاكنو د قسمي پايلو دويم پړاو د یکشنبې په ورځ اعلانېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، د تخنيكي ستونزو د نه شتون په صورت كې دوی چمتو دي، چې د ټاکنو د قسمي پايلو دويم پړاو د یکشنبې په ورځ ( د وری ۳۱ ) اعلان كړي.

د افغانستان ټاكنې ورو ورو خپلې حساسې مرحلې ته نږدې كېږي، د قسمي پايلو اعلان ورپسې د لومړنيو او بيا وروستيو پايلو اعلان د ټاكنو اساسې مرحلې دي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمېشنره لیلا احراري وايي، كه تخنيكي ستونزه نه وي، كميسيون چمتو دى چې د يكشنبې په ورځ د ټاكنو د قسمي پايلو دويمه مرحله اعلان كړي.

د ټاكنو د خپلواك دا كميشنره كه څه هم د كميسيون د كميشنرانو تر منځ د نظر اختلاف نه ردوي، خو ټينګار كوي، چې اختلافات د ټاكنو پر پايلو نه بلكې پر ستراتيژيكو نظرياتو دي.

بلخوا داسې ښكاري، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون به د ټاكنو لومړنۍ پايلې له مهال وېش سره سم د غويي په ۴ اعلان كړي.

بلخوا د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، د ۱۸۰۴شكمنو محلونو څخه د څه باندې ۵۰۰ محلونو پلټنه بشپړه شوې ده.

د هغه په خبره د هغو څه باندې ۵۰۰ محلونو پلټنه هم پېل شوې، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون په ګوته كړي وو.

د ټاكنو خپلواك كميسيون همدا راز وايي، چې د ولسمشرۍ يوه كانديد د ټاكنيز كمپاين پرمهال له حده زياتې پېسې لګولي او دوه نورو كانديدانو تر اوسه كميسيون ته خپل مالي راپورونه نه دي وړاندې كړي.

Trending

Exit mobile version