تازه خبرونه
د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو ټاكنيز كمپاين پيل شو
افغانستان د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ د سياسي قدرت د ليږد په موخه سراسري ټاكني كوي. د ولسمشريزو ټاكنو كانديدانو خپل ټاكنيز كمپاينونه نن يكشنبه( د سلواغې۱۳) رسمً پيل كړل.
د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا وياند فهيم نعيمي د ولسمشريزو ټاكنو له ټولو كانديدانو غوښتي، چي خپل ټاكنيز كمپاينونه د ټاكنو د قانون په رڼا كي پيل او له سر غړونې څخه ډډه وكړي.
كابل ښاريان بيا له كانديدانو غواړي، چې خپل ټاكنيز كمپاينونه داسي تنظيم كړي، چي د ښارچاپېريال ته په پام خلكو ته ستونزي جوړي نكړي.
د افغانستان د ټاكنو قانون له مخې د ولسمشريزو ټاكنو هر كانديد کولی شي ۱۰ میلیون افغانۍ او د ولایتي شوراگانو هر کاندید پېنځه سوه زره افغانۍ د انتخاباتي کمپاینونو لپاره مصرف کړي.
د ولسمشريزو ټاكنو د كاندايدانو ټاكنيز كمپاين د سلواغې له ۱۳ پيل او د راتلونكي كال د وري په ۱۳ پاى ته رسيږي.