سیمه ییز خبرونه

د ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو د نوم ليكنې شپږمه ورځ هم پرته د نوم ليكنې تېره شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي د ولسمشريزو ټاكنو د پاره د نوماندۍ د شرايطو سختېدل د دې لامل ګڼي، چې تر اوسه چا ولسمشرۍ ته ځان نه دى نومولى.

د ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو د نوم ليكنې تالار له يوې اوونۍ را په دې خوا د ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو په تمه دى.

يو شمېر خبريالانو او د نوم ليكنې د بهير كاركوونكې هم په همدې انتظار كې دي، چې يو څوك راشي او د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو له پاره ځان ونوموي.

تر اوسه د دوه ښځو په ګډون ۴۸ تنو د ټاكنو د خپلواك كميسيون څخه معلوماتي ټولګي تر لاسه كړي، خو تر اوسه يوه هم دغه ټولګې د ټاكنو كميسيون ته بېرته نه دي سپارلي.

د ټاكنو د كميسيون د دارلانشا اجرايوې رئيس ضيا الحق امرخيل وایی، تمه لري هغه كسانو، چې يادې معلوماتي ټولګې يې تر لاسه كړې دي په ټاكلي وخت بېرته د ټاكنو كميسيون ته وسپاري او خپله نوماندي اعلان كړي.

د ټاكنو كميسيون د ولايتي شورا د نوماندانو اټكليز شمېر تر يو زرو اته سوه كسانو پورې په ګوته كوي او وايي، چې د دغو كسانو له ډلې څخه دوه سوه شپږ څلوېښت كسانو تر لاسه كړي معلوماتي ټولګې بېرته د ټاكنو كميسيون ته سپارلي دي.

د ولسمشريزو ټاكنو له پاره د نوم ليكنې بهير د وږي په پنځه يشتمه پېل شوى وو او په پام كې ده، چې تر راتلونكو څورلسو ورځو پورې به دوام وكړي.

Trending

Exit mobile version