سیمه ییز خبرونه

د ولسمشريزو ټاكنو نوماندان بايد د خپلو دوو مرستيالانو څخه يوه ښځه وټاكي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مدني ټولنې بنسټونو د ولسي جرګې د ښځو چارو له كميسيون سره په يوې ګډې ناسته كې د دې غوښتنه وكړه، چې په راتلونكو ټاكنو كې دې د ولسمشر د مرستيالانو څخه يوه هم ښځه وي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو كميسيون د ټاكنو د قانون او د ۱۳۹۳ كال په ټاكنو كې د ښځو د مشاركت د لوړولو په موخه خپله لومړنۍ مشورتي ناسته د مدني ټولنې له استازو سره تر سره كړه.

مدني فعاله حميرا حقمل وایی، مدني فعالان له سياسي ګوندونو غواړي، چې په ولسمشريزو  ټاكنو او د ولايتي شورا ګانو په ټاكنو كې د جنسيتي برابرۍ په برخه كې پاملرنه وكړي.

بل خوا د ولسي  جرګې د ښځو چارو كميسيون د سياسي ګوندونو پرو ړاندې د خلكو په بې باورۍ اندېښنه وښوده، خو د ولسي جرګې ځينو نورو غړو او د مدني ټولنې استازو په راتلونكو ټاكنو كې د ګوندونو پر ونډې ټينګار وكړ او دا يې د ولسواكۍ يو مهم اصل وباله.

دوی د ولسي جرګې د ښځو چارو كميسيون ته درې وړانديزونه وكړل څو د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وڅېړل شي.

كه څه هم راتلونكو ولسمشريزو او د ولايتي شورا ګانو ټاكنو ته شاوخوا يو كال وخت پاته دى، د مدني ټولنې فعالان په دې ټاكنو كې د ښځو د مشاركت د لوړولو يواځينۍ لار په سياسي ګوندونو كې د ښځو ونډه اخيستل بولي.

Trending

Exit mobile version