سیمه ییز خبرونه
د ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايله به نن پنجشنبه ۱۱ بجې خپره شي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د شکايتونو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د وروستۍ پرېکړې له ترلاسه کولو وروسته د ټاکنو خپلواك کميسيون چارواکو ويلي، چې:
د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به پنجشنبه(د غويى۲۵) ۱۱ بجې اعلان شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د چارشنبې په ورځ(د غويى۲۴) په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د شکايتونو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وروستۍ پايله دې كميسيون ته له غرمې وروسته په درې بجو راليږل شوې ده.
نوموړي زياته كړې، چې:
كه د نوموړي كميسيون پرېكړه ناپېيلې نه وي، اعتراض به پرې وشي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس نورستانى په دې باور دى، چې د مخكښو نوماندانو ترمنځ د ولسمشريزو ټاكنو سيالي دوه يم پړاو ته تلونكې ده.
د دغه كميسيون غړيو د سې شنبې په ورځ(د غويى۲۳) د غبرگولي ۲۴ نېټه د ولسمشريزو ټاكنو د دوه يم پړاو د ټاكنو لپاره ځانگړې كړې ده.