سیمه ییز خبرونه
د ولسمشريزو ټاكنو ټاكنيز كمپاينونه به د يكشنبې په ورځ پيل شي
د ولسمشريزو ټاكنو كانديدان د تاكنيز كمپاين پيل ته شېبې شماري، چې خپلو پلويانو ته ولاړ شي او خپل پروگرامونه تشريح او له دې لارې تاكنيزې سيالۍ د ځان په گټه واړوي.
د ولسمشريزو ټاكنو ۱۱ كانديدان په دوه مياشتو كې خپل ټاكنيز كمپاينونه د يكشنبې له ورځې، چې د سلواغې له ديارلسمې سره برابريږي پيلوي.
دوى له ټاكنو درې ورځې مخكې، چې د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ پلان شوي؛ وخت لري، چې خپل پروگرامونه خلكو ته تشريح كړي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ يا تيفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي:
د ټاكنيزو كمپاينونو څارنې ته چمتوالى لرو.
د نوموړي په وينا، د نوماندانو تر منځ ناسالم رقابتونه، خلكو ته د غولوونكيو پروگرامونو وړاندې كول او د ټاكنيزو مبارزو د لگښتونو د كنترول د ميكانيزم نه شتون د دې بهير په وړاندې اصلي خنډونه دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا وياند فهیم نعیمی وايي، كانديدان بايد د تاكنيزو كمپاينونو پر مهال د ديموكراسۍ د ارزښتونو د پلې كيدو لپاره فرصتونه پياوړي كړي، نه خلكو ته د مادياتو او ډاليو بهير.
امنيتي گواښونه او د ټاكنيزو مبارزو پيل په ژمي كې د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو له جدي اندېښنو بلل كيږي.